ځمکه ژاړې!
 
فراه داټ کام
خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و...
27 / 7 / 1392برچسب:, :: 11:39 ::  نويسنده : همایون ذهین

ځمکه ژاړې!

ليکوال: عبدالجميل » ذهين«

ځمکه ژاړې، اوښکي يې سرې وينې دي، بهيږې فريمانه!!! اپلتې نه وايم، هغه د بابا وينې دي درياد دئ؟! دا همهغه وينې دي، دا د ښايسته پيغلکييو او مستي ځوانانو وينې دي، دا د لالا هډوکي او هغه د بابا وينه ده، چې بهيږي او د ځانځانۍ ونه خړوبوي.

 او دا ږغونه هم د زړو بوډاګانو فريادونه دي، چې حتمي درياد دي دی، هو خو د بوډا ژړاوي چا نه اوريده، سرې- غمناکې اوښکې يې وچې شوې. اوس ځمکه ژاړې د ځمکې سره آسمان هم ژاړې؛ باران دی د وينو او موږ په وينو کې لمبيږو. خو " اَزل ليک" بيا هم تر دي  نه لا زياته ويني موږ ته ليکلې دي. دا خو لا پايله نه ده چې موږ:

 د خندا او مستۍ دپاره هديرو ( اديرو) ته ورځو، د ژړا دپاره خو ټول ځايونه دي. د واده پرځای خلک " اروسی" نيسي او ټول په اروسی کې شادي کوي، وينې زويښي او د ويني ډک جامونه سره مستې جوروې،  اوس د اسمان لاري ټول سري برېښې؛ سپوږمۍ په اکربتيا کې ډوب دی، نور څوک لمر او سپينی صفا سهار ته په تمه نه کشينې، ټوله شپه سور وو او ټوله ورځ  به سره وې.

 ماشومان نور د " اګابګا" لوبه څخه کړکه لري، ځکه خټه رنګ شوی په وينو، او د وينو سره لوبي نشې کوالۍ؛ دوي د وينو او سور رنګ نه کړکه لرې، ځکه بابا ورته ورياديږې او ادې( مور) ورته ورياديږې، ورورکۍ ورته ورياديږې چې په سور کفن کې سينګار وو او دا ډيره سخته لوبه ده آه آه آه آه. . .( افسوس)!

نور په وادو کې څوک بابولاله نه وايې، راکتۍ ته په تمه وې او  دسا دا وروستۍ کليمي تکراروي( لا الا الله، لا الا الله، لا الا الله . . .).  اوريدلی مې وو د الالا( چپاول) چل، خو دلته د خلکو ښادی الالا کيږي، دلته ارمچکانو زما د بابا د سروزړو بادشاهی تاج په الم غلم( فريبو) سره  الالا کوي. " ای غليمه روزې دي اندير شه" چې زړونو کې دي انګار او اديرو(هديرو) کې دې انديرۍ جور کړل.

 دا اټالوونکي(غميزي) خبري دي خو بايد واوريدل شي، بايد د اَزل ليک ولوستل شي او دا وچې پوچې خبرِي د منځه يوستل شي او  بايد....

" انډک سونډک" که څه هم د ژمۍ سړيا ډيروي خو چې ژمۍ ختموې نو خوشنام او هيله بښوونکی وي. خو ددي ويني بهيدو ته هيڅ هيله او قيمت نشته. ای د دنيا رسنييو! د غَربَکِيانو اپلتې، انګولا او انګ وهل انګازوئ خو دلته د بوډا د زړه له حال نه عالم بی خبره ده، دلته نړۍ، د وينو د وليو نه بی خبره ده، دلته خلک خندا او يو خوله موسکا ته ديغ شوی؛ خو نړۍ بی خبره ده،  په رښتيا بی خبره ده؟ او که دا جفاد ده موږ سره؟. . . دا جفا ده، په خدای چې دا لوی جفا ده، د اسلام سره، د انسان سره  او افغان سره.

نو غواړه بابو جانه باران د رحمت چې ځمکه پاکه شي د وينو او ونه شنه شي د وحدت، چې ها، ها، هاها، هو ( خوشي)کړو. بيا به بابا وِي او پر اوږو به يې سپور شو، د مور گرم غيږه وې، لالا وی او دادا وې. آه، آه، آه، آه، (افسوس).!

خو ته ای افغانه!

دا غليمان " اوبه خړوي او موږ ته لمبې ورکوي"، نو د خلاصون لاړه " اوبه ورسره غلبيلول دی" نه دا چې صبر وکړو تر څو  چې " اوبه په پيچومی ختلۍ وې". راځئ چې اور له خپله سره و وژنو او پرَديوو دپاره، ځان  ته اور لټول پريږدو. د اوښ پر لکۍ سپريدل زموږ په افغاني ارزښتونو کې ځای نه لرې؛ او موږ ته لازمي ده چې غليمانو ته داسې درس ورکړو لکه پخوا، چې ايرې په خوله بيرته خپلو کورونو ته په ټيټو سرونه لاړ سې، او دا په اتفاق او يوبل سره په توافق کيږی، په ملت کيدل، په يو موټي کيدل او په افغان کيدل منځته راځې. او افغاني کيدل په علم او پوهه سره، نو ستاسو کار دی چې ځان سنګه پوهوئ.

دا زما د زړه خبري وو د افغان د زړه خبري، څوک چې وايې سولي ته تږی يم جګره دې ورکه شي، څوک چې بابا ته او مورکۍ ته ديغ شوۍ ده، څوک چې د وطن نه ليرې پرديو هېوادونو کې د خپل وطن پيغور خورِي، څوک چې يوازی ژاړې او فرياد کوي خو ژړايې د پلار او مورکۍ پر قبر وچيږې او فرياد يې يوازی غړونه انګازوې. څوک چې د ارمچکو( حراميانو) د سياسی لوبو ښکار شوي دي. او څوک چې ورته زمړۍ وايې، خو ويده ده او شغال ورته پاس کوي آه، آه، آه، آه. . .( ډير افسوس) اوهو، اوهو، اوهو. . . ( تعجب!).

نن په ټول نړۍکې مسلمانان ورونه مو د غربې ياغيانو د سياسي لوبو له طرفه رنګ شوي په وينو دې، دوې ياغيان د تروريسم او نورو بهانو سره مسلمين مظلوم ولس باندې يرغل کوي. او غواړي چې جنګ ختمه کړې او سوله راوړې، حال داچې په خپله د جنګ اور بل کړۍ! او تروريسم په اسلامي هېوادونو کې يوه خاصه وسله د مسلمانو د لمنځه ورلو دپاره ده چې دوې ترينه کار اخلې. او له همدې وسله په وسيله هره ورځ په سلهاوو مسلمانان په بيلابيلو  اسلامي هېوادونو کې وژل کيږي. او دا ولې؟ او ولې ځان ژغوړلې نشو؟

يو وخت مو د پسرلۍ ګرم بازار وو، خو اوس وچه ونه په نړۍ يو او نړيوال مو د ريبلو هوډ کړۍ، ځکه موږ خپله پسرلۍ هيرولۍ، هغه پسرلۍ چې پاکه خداې د خپل مکرم استازۍ په واسطه موږ ته راولږه. هغه د خداې مکرم او جامع قانون چې بايد پري پوهه شو او پري عمل وکړو او تړې نه قوت واخلو، حال داچې موږ ددي قانون نه ډيره ليړې شوۍ يو، او دا لوې جفا ده د قرآن( والقرآن دستورنا) سره، نو د جفا کارو همدغه سزا ده.

او ای مسلمانه! زما د زړه سره، راويښ شه، نور ته وخدای مه ويده کيږه،بس دئ!!

"د همګان د مجلی زېرمه"


نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:







 
 
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب